زده کړيالانو ته د ازموينې پر مهال د اندېښنو کنټرول لارو چارو په اړه سمينار وړاندې شو!

زده کړيالانو ته د ازموينې پر مهال د اندېښنو کنټرول لارو چارو په اړه سمينار وړاندې شو!
يکشنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۸مه
د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې دوه ګونو پوهنځيو د لومړنيو ټولګو محصلينو ته د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مديريت له لورې د استاد ن.پوهنيار محمد ياسر احساس په مرسته د ازموينې پر مهال اندېښنو ( اضطراب) کمېدو لارو چارو په اړه يو ورځنى علمي سمينار وړاندې شو.
د سمينار په پيل کې د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حبيب الرحيم شينواري محصلينو ته په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې ازموينه يوازې په يوه برخه کې د يو شخص يا محصل د وړتيا معلومولو لپاره وي، نه د ناکامه کېدو لپاره؛ بايد هيڅ وخت د ازموينې پر مهال ونه ډار شئ.
دا علمي سمينار، چې د مسلکي زده کړو په پرمختيايي مرکز کې داير شوى و، د راواني مشاورې کمېټې مسٶل استاد محمد ياسر احساس له لورې محصلينو ته د ازموينې پر مهال اضطراب يا ويرې په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شول.
نوموړي په ياد سمينار کې د ازموينې پر مهال د اندېښنو پر نښو نښانو، د اندېښنو پر عواملو او هغو مسايلو باندې هم معلومات ورکړل، چې د ازموينې پر مهال پېداکېدونکې اندېښنې کموي او يا يې له مينځه وړي.
سرچينه: د نشراتو لوى مديريت