د نورستان پوهنتون پنځه کلن اوږد مهاله مهم (ستراتيژيک) پلان د تشرېح او عامه پوهاوي يو ورځنۍ غونډه ترسره شوه!
د نورستان پوهنتون پنځه کلن اوږد مهاله مهم (ستراتيژيک) پلان د تشرېح او عامه پوهاوي يو ورځنۍ غونډه ترسره شوه!
د نورستان پوهنتون اوږد مهاله مهم (۱۴۰۳-۱۴۰۷) ستراتيژيک پلان د تشرېح او عامه پوهاوي غونډه د نورستان ولايت والي الحاج قاري زين العابدين عابد صاحب په ګډون چې د پوهنتون رئيس ښاغلي استاد حميدالله عابد، د پوهنتون معاون صاحبانو، د بېلابېلو ولايتي ادارو رئيس صاحبانو، علماء کرامو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو پکې برخه اخيستې وه، د مسلکي زده کړو په پرمختيايي مرکز کې ترسره شوه.
د يادې غونډې هدف د (ستراتيژيک) پلان تشرېح کول او د پوهنتون راتلوونکو موخو روښانه کول او د ترلاسه کولو لپاره يې د ولايتي اداراتو څخه د همکارۍ غوښتنه وه، چې څنګه وکولای شو په مسلکي او ښه طريقه خپلې موخې ترلاسه او نورو اداراتو او ټولنې ته د اړتيا وړ خدمات وړاندې کړو.
په ترسره شوې تشرېح غونډه کې د ولايت والي صاحب، د پوهنتون رهبرۍ غړو او د يو شمېر ادارو رئيسانو ويناوې وکړي چې څرګندونې يې تر ډېره د علم په ارزښت او د نظام په ملاتړ راڅرخېدې او همدا راز د استاد پوهنیار نهضت الله عادل او استاد پوهنيار احمد ولي صارم له لوري (ستراتيژيک) پلان په هر اړخيزه او ښه توګه تشرېح شو.
په پای کې هغه استادان او مسؤلين په ستاينليکونو ونازول شول چې د ياد پلان په ترتيب او جوړولو کې يې هلې ځلې او همکاري کړې وه.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعده الحرام ۲۵مه
۱۴۰۵هـ.ش، غويي ۲۲مه
سرچينه: د نشراتو لوی مديريت
