استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ته په ورځنيو چارو کې د پښتو ليکدود سمې کارونې په اړه يو ورځنی روزنېز سمينار وړاندې شو!

استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ته په ورځنيو چارو کې د پښتو ليکدود سمې کارونې په اړه يو ورځنی روزنېز سمينار وړاندې شو!
د نورستان پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ته په ورځنيو چارو کې د پښتو ليکدود سمې کارونې په اړه يو ورځنی روزنېز سمينار د استاد پوهنيار سيد شريف احمد لالاخېل له لوري د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مديريت په همغږۍ د مسلکي زده کړو په پرمختيايي مرکز کې وړاندې شو.
د سمینار په پيليزه وينا کې د پوهنتون رئيس استاد حميدالله عابد په ليکنه کې د املاء انشاء او ليکنښو د سمې کارونې په اړتيا او اهميت باندې خبرې وکړې او ويې ويل، چې په يوه ليکنه کې د ليکنښو سمه کارونه داسې مثال لري، لکه په ډوډۍ کې د مالګې استعمال؛ بايد د سمينار ټول ګډونوال دې په يوه ليکنه کې يادې برخې ته پوره پاملرنه وکړي.
ورپسې استاد لالاخېل په ورځنيو چارو کې د پښتو ليکدود سمې کارونې په ټولو اړخونو هر اړخيز چمتو کړي معلومات په بشپړ ډول د سمينار ګډونوالو ته تشرېح کړل، چې د بڼې او شکل له مخې د کلمو سمه ليکنه، د تورو د سم ليکلو له مخې د کلمو سمه ليکنه او په يو ليکنه کې د پنځو ياګانو سم استعمال هم ور وپېژندل او همدا ډول يې د سمينار ګډونوالو ته څرګنده کړه، چې بايد په ليکنه کې د ليکنې معيار په نظر کې ونيسو.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ربيع الثاني ۲۰مه
۱۴۰۴هـ.ش، تلې ۲۱مه
سرچينه: د نشراتو لوی مديريت