زده کړيالانو ته د نشه يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په اړه يو ورځنی سمينار وړاندې شو!

زده کړيالانو ته د نشه يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په اړه يو ورځنی سمينار وړاندې شو!
د نورستان پوهنتون ټولو زده کړيالانو ته د نشه يي توکو زيانونو او د مخنيوي حل لارو پېژندنې په اړه يو ورځنی سمينار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مديريت له لوري د رواني مشاورې کمېټې په همغږۍ د استاد محمد ياسر احساس او استاد نهضت الله عادل په مرسته د مسلکي زده کړو په پرمختيايي مرکز کې وړاندې شو.
د سمينار په پرانيستې وينا کې د پوهنتون رئيس استاد حميدالله عابد محصلينو ته په ژوند کې د ادب او اخلاقو په ارزښت باندې خبرې وکړې، چې بايد په ورځنيو چارو کې اخلاقو ته پاملرنه وکړئ او له غير اخلاقي مسايلو او شيانو څخه ځانونه وساتئ.
همداراز نوموړي محصلينو ته سپارښتنه وکړه، چې د ټولو نشه يي توکو له کارونې ډډه وکړئ، ځکه چې د نشه يي توکو استعمال مو ذهن او بدن دواړه کمزوری کوي، نشه مو د ژوند له پرمختګونو او د ملګرو له سيالۍ بې برخې کوي او د دې سربېره اُخروي زيانونه هم لري.
په ياده موضوع د ښه پوهاوي لپار د دعوت او ارشاد آمر مفتي رياض الحق منصور هم په لنډ ډول د اس/لام له نظره د نشه يي توکو په استعمال او زيانونو باندې رڼا واچوله او ويې ويل، نشه کول د شيطان عمل دی، هر هغه څه چې نشه راولي حرام دي او د حرامو په استعمال سره الله تعالی د مسلمانانو عبادتونه نه قبلوي.
ورپسې ذکر شوو دواړو استادانو په ګډه د روږدې کېدو په پېژندنې، د روږدې کېدو په ډولونو، د نشه يي توکو په ډولونو، په نشه يي توکو د روږدې کېدو په لاملونو، د نشه يي توکو په زيانونو او په نشه يي توکو د روږدې کېدو څخه د مخنيوي په لارو چارو باندې هر اړخيز او بشپړ معلومات له محصلينو سره شريک کړل او محصلين يې دې ته وهڅول، چې خپله هم د نشه يي توکو له کارونې ډډه وکړئ او د ټولنې نورو غړو ته هم په ياده برخه کې عامه پوهاوی ترسره کړئ.
په پای کې د سمينار اړوند د محصلينو يو شمېر پوښتنې هم د استادانو له لوري ځواب شوې.
نېټه: يکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ربيع الثاني ۱۲مه
۱۴۰۴هـ.ش، تلې ۱۳مه
سرچينه: د نشراتو لوی مديريت