په نورستان لوړو زده کړو مٶسسه کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموينې پيل شوې!

په نورستان لوړو زده کړو مٶسسه کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموينې پيل شوې!
شنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۱۴مه
په نورستان لوړو زده کړو مٶسسه کې د بهاري سمستر وروستۍ ازموينې د دوه ګونو پوهنځيو محصلينو په شمول په شفافه او ارامه فضاء کې نن رسماً پيل شوې، چې تقريباً درې نيمې اوونۍ به دوام وکړي. د پيل شوو ازموينو له صحنو څخه د مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت، د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حبيب الرحيم شينواري، د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي صديق الله سباوون، د ازموينې عمومي کمېټې غړو او ځينو نور مسٶلينو څارنه هم ترسره کړه. د مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت او د رهبرۍ نورو غړو له صحنو څخه د څارنې په ترڅ کې محصلينو ته په خپلو خبرو کې د ازموينو په تړاو د پوره شفافيت او روڼتيا ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د ازموينو په صحنو کې دې له نظم او ډسيپلين څخه کار واخلي او په پوره اماده ګۍ سره دې په ازموينو کې ګډون وکړي. همداشان د رهبرۍ غړو له استادانو څخه وغوښتل، چې په ياده برخه کې دې خپل مسٶليتونه د اصولو له مخې ترسره کړي او حق دې حقدار ته ورسوي
سرچينه: د نشراتو لوى مديريت