د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلين د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول!

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلين د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول!
سه شنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۳مه د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې شرعياتو پوهنځي (۲۸) تنه ممتاز محصلين د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مديريت له لورې د يوې غونډې په ترڅ کې په نغدي جايزو سره وستايل شول. غونډه د قرآن الکريم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه، چې په پرانيستې وينا کې يې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي صديق الله سباوون ممتازو محصلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل، چې د خپلو استادانو او هر هغه چا چې ستاسې په روزنه کې يې مرسته کړې بايد درناوى يې وکړئ. ورپسې د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي محمد عارف حامد د يادو محصلينو زيار او هڅې وستايلې او له هغوى يې وغوښتل، چې همداسې په راتلوونکي کې خپلو کوښښونو ته ادامه ورکړئ، ځکه چې پر تاسې د کورنۍ او دولت پېسې مصرف کېږي. په پاى کې استاد مفتي حضرت حسن جواد د علم زده کړه غوره کسب ياد کړ او همداراز يې يادو محصلينو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسې کوښښونه به خامخه رنګ راوړي او د ټولنې په خير به تماميږي. ياده غونډه د مبلغ مفتي حزب الله ناصر په دُعا کولو سره پاى ته ورسېده. سرچينه: د نشراتو لوى مديريت