د نورستان پوهنتون د رئیس پیغام

 

 

موږ په دې خوشحاله یو چې تاسو زموږ تعلیمي ټولنې ته راشئ، چیرې چې د زده کړې، نوښت او شخصي وده زموږ د ټولو فعالیتونو زړه دي. که تاسو یو احتمالي محصل او یا استاد یاست، موږ هدف لرو چې تاسو ته الهام درکړو، ملاتړ وکړئ او ستاسو د اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته وکړو.

په نورستان پوهنتون کې، موږ یو متحرک تحصیلي چاپیریال وړاندیز کوو چې د زده کړې، خلاقیت او رهبري د هڅونې لپاره ډیزاین شوي پرمختللي پروګرامونه لري. زموږ ژمن استادانو او د عصري سرچینو په مرسته ډاډه یو چې هر زده کړیالان فرصت لري چې بریالي شي او یو معنی لرونکی اغیزه ولري.

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې زموږ پروګرامونو، د کمپوس ژوند او هغو ارزښتونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ کوم چې زموږ ادارې ته ځانګړی کوي. زموږ د لیدو لپاره مننه - موږ هیله لرو چې تاسو سره یو بریالی سفر پیل کړو!

زده کړې ته د راتلونکې هرکلی. نورستان پوهنتون ته هرکلی!

استاد حمیدالله عابد

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې زده کړېالانو او اداري کارکوونکو ته د اسلامي نظام پر واړندې بغاوت تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار وړاندې شو!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۶:۸
2222

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې زده کړېالانو او اداري کارکوونکو ته د اسلامي نظام پر واړندې بغاوت تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار وړاندې شو! سه شنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، غويي ۲۳مه د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې دعوت او ارشاد آمريت له لورې د مسلکي زده کړو په پرامختيايي مرکز کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاريخ او جغرافيه او پښتو څانګو دويم سمستر زده کړېالانو او اداري کارکوونکو ته د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت تر عنوان لاندې يو ورځنى سيمينار د نورستان ولايت ابتدائيه محکمي رئيس شيخ الحديث والقرآن سيد احمد احمدي په مرسته وړاندې شو. د سيمينار پيل د معمول سره سم د قرآن الکريم په مبارکو آياتونو سره وشو، چې د پرانيستې وينا يې د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حبيب الرحيم شينواري له لورې ترسره شوه. پوهنيار حبيب الرحيم شينواري په خپلو خبرو کې محصلين او اداري کارکوونکي وهڅول، چې بايد په داسې ورته ټولو سيمينارونو کې په پوره علاقې سره ګډون وکړي او خپله پوهه نوره هم زياته کړي. ورپسې د نورستان ولايت ابتدائيه محکمي رئيس شيخ الحديث والقرآن سيد احمد احمدي د سيمينار ګډونوالو ته د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت په موضوع هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې د اسلامي نظام پر خلاف هر تخريب کوونکى او بغاوت کوونکى عمل جرم او ګناه يې کبيره ده او بايد مونږ ټول مسلمانان له داسې اعمالو څخه ډډه وکړو او نور چاته هم د ورته اعمالو د ترسره کولو اجازه ورنکړو. همدارنګه نوموړي د اوسني او تېرو اسلامي نظامونو پر وړاندې د بغاوت کوونکو د تباهۍ د يو څو نمونو وړاندې کولو سربيره د سيمينار ګډون کوونکي د اوسني اسلامي نظام ملاتړ ته تشويق کړل، چې دا د هر مسلمان ايماني دنده ده. په پاى کې د دعوت او ارشاد آمريت مبلغ مفتي حزب الله ناصر د دعاء تر څنګ د سيمينار واړندې کوونکي څخه مننه هم وکړه. سرچينه: د نشراتو لوى مديريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۲:۲
Background image

نورستان پوهنتون ته د علمي او محصلانو نوی مرستيال ور وپېژندل شو!

نورستان پوهنتون ته د علمي او محصلانو نوی مرستيال ور وپېژندل شو!
د نورستان پوهنتون علمي او محصلانو نوی مرستيال مو.ل.وي استاد عبدالله عابد د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد پوهنتون استادانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د نورستان پوهنتون له دوه ګونو (شرعیاتو او ښوونې او روزنې) پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه (۱۱۰) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

د نورستان پوهنتون له دوه ګونو (شرعیاتو او ښوونې او روزنې) پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه (۱۱۰) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول!
په ۱۴۰۵ تعليمي کال کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د نورستان پوهنتون پنځه کلن اوږد مهاله مهم (ستراتيژيک) پلان د تشرېح او عامه پوهاوي يو ورځنۍ غونډه ترسره شوه!

د نورستان پوهنتون پنځه کلن اوږد مهاله مهم (ستراتيژيک) پلان د تشرېح او عامه پوهاوي يو ورځنۍ غونډه ترسره شوه!
د نورستان پوهنتون اوږد مهاله مهم (۱۴۰۳-۱۴۰۷) ستراتيژيک پلان د تشرېح او عامه. . .

BACK TO NEWS