د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رهبرۍ غړو په يوې علمي غونډه کې ګډون وکړ!

چهارشنبه، 1404هـ.ش، وري، 20مه
د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت او د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ ناکيم ځدران په مرکز پارون کې د الصارم فرهنګي ټولنې له لورې د محصلينو او ځوانانو څخه په ځينو ديني کتابونو کې د اخيستل شوو ازموينو د پايلو اعلان په مراسمو کې ګډون وکړ.
دا سيالۍ، چې د محصلينو او ځوانانو د علمي ودې لپاره په لاره اچول شوې وې (247) محصلينو او ځوانانو پکې ګډون کړى وو، چې ځينې مخکښ ګډونوال يې په نغدي ډاليو ونازول شول.
د مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت په ياده راجوړه شوې غونډه کې وويل، چې دا ډول سيالۍ او پروګرامونه د ځوانانو او محصلينو د ديني او عقيدوي برخو په پياوړتيا کې مهم رول لري او همدا راز يې د سيالۍ له تنظيموونکو څخه هم مننه وکړه، چې دا ډول پروګرامونه او سيالۍ يې په لاره اچولي دي.
سرچينه: د نشراتو لوى مديريت