د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رئيس د روان درسي بهير څخه ليدنه وکړه!

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رئيس د روان درسي بهير څخه ليدنه وکړه!
سه شنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، غويي ۲۳مه
نن د نورستان لوړ زده کړو مٶسسې د دوه ګونيو پوهنځيو درسي بهير څخه د مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت ليدنه او څارنه ترسره کړه. پدې ليدنه کې د مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت د بېلابېلو څانګو له محصلينو سره وکتل، چې د حال او اخوال پوښتنې ترڅنګ يې د هغوى ستونزې او مشکلات هم واورېدل. همدارنګه د مٶسسې رئيس محصلينو ته د يادو ستونزو د حل ډاډ سربېره سپارښتنه وکړه، چې بايد د درسونو په يادولو کې کوشش وکړي او د حاضرۍ پابند اوسي. سرچينه: د نشراتو لوى مديريت