د نورستان پوهنتون د رئیس پیغام

 

 

موږ په دې خوشحاله یو چې تاسو زموږ تعلیمي ټولنې ته راشئ، چیرې چې د زده کړې، نوښت او شخصي وده زموږ د ټولو فعالیتونو زړه دي. که تاسو یو احتمالي محصل او یا استاد یاست، موږ هدف لرو چې تاسو ته الهام درکړو، ملاتړ وکړئ او ستاسو د اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته وکړو.

په نورستان پوهنتون کې، موږ یو متحرک تحصیلي چاپیریال وړاندیز کوو چې د زده کړې، خلاقیت او رهبري د هڅونې لپاره ډیزاین شوي پرمختللي پروګرامونه لري. زموږ ژمن استادانو او د عصري سرچینو په مرسته ډاډه یو چې هر زده کړیالان فرصت لري چې بریالي شي او یو معنی لرونکی اغیزه ولري.

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې زموږ پروګرامونو، د کمپوس ژوند او هغو ارزښتونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ کوم چې زموږ ادارې ته ځانګړی کوي. زموږ د لیدو لپاره مننه - موږ هیله لرو چې تاسو سره یو بریالی سفر پیل کړو!

زده کړې ته د راتلونکې هرکلی. نورستان پوهنتون ته هرکلی!

استاد حمیدالله عابد

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته (۳) ورځنى روزنيز سمينار پيل شو!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۲۰:۱۲
mnm

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته (۳) ورځنى روزنيز سمينار پيل شو!
دوشنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۲۳مه
د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنى روزنيز سمينار د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې او ننګرهار پوهنتون د ګډو همکاريو پر اساس د ياد پوهنتون ځينو استادانو له لورې د مٶسسې په (PDC) مرکز کې پيل شو.
د سمينار په پيليزه وينا کې د مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت له ننګرهار پوهنتون څخه راغلوو استادانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ننګرهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه مننه وکړه، چې خپل ارزښتناک وخت او پاملرنه يې د مٶسسې علمي ودې لپاره ځانګړې کړې.
پدې درې ورځني روزنيز سمينار کې به د کيفيت لوړاوي په اساسي معيارونو، مراحلو او ورته نورو علمي موضوعاتو باندې د سمينار ګډونوالو ته د راغلوو استادانو له لورې بشپړ او هر اړخيز معلومات وړاندې شي.
د سمينار په نننۍ ورځ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنوال احسان الله ناصح د کيفيت لوړاوي په ارزښت او اهميت باندې لنډه وينا وکړه، چې ورپسې د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي رئيس پوهنوال علي جان عادل د سمينار ګډونوالو ته د کيفيت لوړاوي پر يوولس ګونو معيارونو باندې پوره او هر اړخيز معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د يادو معيارونو په نظر کې نيولو سره کولاى شوو، چې د کيفيت لوړاوي پړاوونو ته لاس رسى اسانه کړو.

سرچينه: د نشراتو لوى مديريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۲۰:۱۲
Background image

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته (۳) ورځنى روزنيز سمينار پيل شو!

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته (۳) ورځنى روزنيز سمينار پيل شو!
دوشنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۲۳مه
د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته درې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۲۰:۴۷
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال د اميرالمٶمنين حفظه الله تعالى فرمانونو د لا ښه تطبيق په موخه په جوړ شوي سمينار کې ګډون وکړ!

د مالي او اداري چارو مرستيال د اميرالمٶمنين حفظه الله تعالى فرمانونو د لا ښه تطبيق په موخه په جوړ شوي سمينار کې ګډون وکړ!
يکشنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۱۵مه
د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۲۰:۳۴
Background image

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رهبرۍ غړو د دې ولايت له علماوو شورا سره ناسته وکړه!

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رهبرۍ غړو د دې ولايت له علماوو شورا سره ناسته وکړه!
شنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۱۴مه
د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت، د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS