د نورستان پوهنتون علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته وشوه!
د نورستان پوهنتون علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته وشوه!
د نورستان پوهنتون علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون عمومي رئيس ښاغلي استاد حميدالله عابد په مشرۍ د پوهنتون په رياست مقام کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حبيب الرحيم شينواري او د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي صديق الله سباوون په ګډون د علمي شورا غړو او استادانو برخه اخيستې وه.
د ناستې په پيل کې د علمي شورا منشي د تېرې ناستې د پرېکړو راپور شريک کړ، چې د ناستې ګډونوالو له لوري پرې بحث ترسره شو.
د اجنډا سره سم په ياده کاري ناسته کې د ګډونوالو له لوري په بېلابېلو علمي موضوعاتو باندې خبرې وشوې، چې په اړه يې د مشرتابه له لوري يو لړ پرېکړې او تصميمونه ونيول شول.
په ناستې کې د علمي او محصلانو چارو مرستيال له رئيس صاحب سره د خپلو ترسره کړو کړنو راپور شريکولو ترڅنګ په نورستان پوهنتون کې د يو ملي کنفرانس جوړولو طرحه او جزيات شريک کړل او زیاته يې کړه چې په نږدې راتلوونکي کې به نورستان پوهنتون د يو ملي کنفرانس کوربه وي.
همدا راز په یاده ناسته کې هغوو استادانو چې د هېواد په مختلفو پوهنتونونو کې يې په جوړ شوو ملي کنفرانسونو کې ګډون کړی وو، خپل راپور يې رئيس صاحب او د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړ.
د ناستې په ورستيو کې د پوهنتون رئيس صاحب د ګډونوالو له لوري ټول مطرح شوي موضوعات وارزول او د تطبيق لپاره يې ځينې پرېکړې او لارښوونې وکړې.
همداشان نوموړي له استادانو څخه وغوښتل چې بايد د هېواد په تولو پوهنتون کې په جوړېدونکو ملي او نړيوالو کنفرانسونو لپاره بېلابېلې مقالې وليکي.
ناسته د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي صديق الله سباوون په دُعايه کلام سره پای ته ورسېده.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، جمادی الأول ۲۷مه
۱۴۰۴هـ.ش، لړم ۲۷مه
سرچينه: د نشراتو لوی مديريت
