د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رهبرۍ غړو د دې ولايت له علماوو شورا سره ناسته وکړه!

د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رهبرۍ غړو د دې ولايت له علماوو شورا سره ناسته وکړه!
شنبه، ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۱۴مه
د نورستان لوړو زده کړو مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت، د علمي او محصلانو چارو مرستيال، پوهنيار حبيب الرحيم شينواري او د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي صديق الله سباوون د نورستان ولايت له علماوو شورا رئيس او غړو سره د هغوى په کاري ځاى کې د مٶسسې اړونده مسايلو په اړه ناسته ترسره کړه.
د ناستې په جريان کې د مٶسسې رئيس پوهنيار قاضي خالد صداقت د مٶسسې په پرمختګ او ستونزو حل کې د علماوو ونډه مهمه وبلله او ويې ويل، چې علماء کرام بايد په ټولنه کې شته ستونزو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې حل لارې پېدا کړي.
همداشان د علماوو شورا رئيس شيخ محمد نور حنفي او غړو يې د مٶسسې رهبرۍ غړو ته د مٶسسې اړوند په ټولو چارو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
سرچينه: د نشراتو لوى مديريت