د سړو سیمو دولتي پوهنتونونو ١٤٠٠ محصلینو لپاره جوړ شوي دیني_علمي سمینارونه پای ته ورسېدل

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په یاد دیني ـ علمي سمینارونو کې د هېواد جیدو شیوخو کرامو له لوري محصلینو ته د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې فکري، عقیدوي او اخلاقي درسونه ورکړل شول.
دغه سمینارونه په کابل، کابل پولي تخنیک، سیدجمالدین افغاني ( کنړ) خوست شیخ زاید او تخار پوهنتونونو کې تنظیم شوي وو.
د یادونې وړ ده چې په دغو سمینارونو کې د سړو سیمو امارتي تحصیلي نهادونو ۱۴۰۰ محصلینو ګډون کړی وو او دوې اونۍ یې دوام وکړ، چې تېره ورځ پنجشنبه د شعبان المعظم میاشتې په ١٤ نېټه پای ته ورسېدل.